ښايي حاجي قربان فکر کاوه چې د هغه د واده مراسم به، لکه د تېرو کلونو د ډېرو ورته ودونو په څېر، یوازې د کورنۍ او کلي په چوکاټ کې پاتې شي. خو په ټولنیزو شبکو کې د څو انځورونو او ویډیوګانو خپرېدو بسنه وکړه چې دغه مراسم د افغانستان د ورځې له تر ټولو بحثپارونکو موضوعاتو څخه وګرځي او د ډېرو کاروونکو پام ځانته راواړوي.
هغه څه چې دغه واده یې د خلکو د پام په مرکز کې راوست، یوازې د ناوې او زوم ترمنځ د عمر د پام وړ توپیر نه و؛ بلکې هغه وخت او شرایط هم وو چې دا پېښه په کې رامنځته شوه. نننی افغانستان د نجونو د زدهکړو، د ښځو د ټولنیز حضور او د هغوی د حقونو اړوندو نورو برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دی. له همدې امله، هره هغه پېښه چې له دغو موضوعاتو سره تړاو ولري، د عامه افکارو له خوا په ډېر حساسیت او ځانګړې پاملرنې تعقیبېږي.
د دې موضوع په دوام کې، د مطرح شوو نیوکو پر وړاندې د حاجي قربان توند غبرګون هم د بحثونو په پای ته رسېدو کې مرسته ونه کړه. د هغه د ځواب ویډیو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو ترمنځ د نوو غبرګونونو څپه راوپاروله او د خبرو اترو ساحه یې نوره هم پراخه کړه. تجربو ښودلې چې په ټولنیزو شبکو کې احساساتي ځوابونه ډېری وخت د پام کمېدو لامل نه کېږي، بلکې موضوع لا نوره هم د خلکو د لید او بحث په مرکز کې راولي.
خو د دې موضوع اصلي محور یوازې حاجي قربان نه دی؛ بلکې هغه بدلون دی چې د افغانستان د ټولنې د لیدلوري او غبرګون په طرز کې تر سترګو کېږي. نننۍ عامه افکار ډېرې ټولنیزې پېښې پرته له پوښتنې او نیوکې نه مني، او ټولنیزې شبکې د بېلابېلو نظرونو د وړاندې کولو، د دودونو، شخصي پرېکړو او ټولنیزو مسایلو د بحث لپاره په یوه داسې ډګر بدلې شوي دي چې د هېواد په رسنیز چاپېریال کې د خبرو اترو او عامه ګډون د زیاتېدونکي رول څرګندونه کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








