نړۍ
خوندیځپه دې برخه کې تازه خبرونه • ۹۰۹
د روسیې په بریدونو کې د اوکراین په پلازمېنه کې ۳۷ کسان وژل شوي.
رسنۍ وایي چې د اوکراین پر پلازمېنې کېیف د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي دي.د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدونه تېره شپه د «مایلا» سیمې پر یوه ګو…
په نیپال کې د سېلاب له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲۶ تنو ته ورسېد او له ۲۴۰۰ څخه ډېر کسان لا هم لادرکه دي.
د نیپال چارواکو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲۶ تنو ته رسېدلی دی. د نیپال د ناورینونو د خطر د کمولو او د بحرانونو د مدیریت د ملي…
د افغانانو د اېستلو د بهیر د ارزونې لپاره د طالبانو درې کسیزه پلاوی جرمني ته ورسېد.
د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو درې کسیز پلاوی د چهارشنبې په ورځ په یوه پټ سفر برلین ته داخل شوی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه پلاوي شتون تایید کړی او ویلي یې دي…
د ۲۰۲۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د پېټ هېګسېټ د احتمالي نوماندۍ په اړه راپورونه.
د اېنبيسي راپور: د ۲۰۲۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د پېټ هېګسېټ د احتمالي نوماندۍ اوازې، هېګسېټ رد کړې.د امریکا اېنبيسي نیوز شبکې د دوو باخبره کسانو په حواله راپور ورکړی چې د امریک…
د سپټمبر ۱۱ مې د بريدونو د اصلي طراح محاكمه په ٢٠٢٨ كال كې پيلېږي.
د امریکا پوځي محکمې قاضي مایکل اې شراما پرېکړه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د اصلي طراح په توګه د تورن خالد شیخ محمد او د هغه د درېیو ملګرو محاکمه به د ۲۰۲۸ کال د جون…
ایران د اسلامي بېدارۍ غونډې ته د ملي مقاومت جبهې د رهبرۍ غړي ته بلنه ورکړې.
ایران د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی مولوي حبیبالله حسام او د افغانستان د شیعه علماوو د شورا غړی جواد صالحي د تهران په ښار کې د اسلامي بېدارۍ نړیوالې ټولنې د عالي شورا…
په سویلي وزیرستان کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت اړوند په لوړ جنوبي وزیرستان کې د مکین په بازار کې د یوه چاودېدونکي توکي د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي. پاکستاني پولیسو ویلي…
د سراجالدین او جلالالدین حقاني په اړه د بریټانیا بندیزونه لا هم پر ځای دي.
د بریټانیا حکومت د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني او د دې شبکې د بنسټګر او پخواني مشر جلالالدین حقاني اړوند معلومات د افغانستان په اړه د تحریمونو په لېست کې تازه کړي دي. لندن ټ…
د ناروې پاچا، پنځم هارالد، له ۳۵ کلنې واکمنۍ وروسته ومړ.
د ناروې شاهي ماڼۍ اعلان کړی چې د دغه هېواد پاچا پنځم هارالد د جمعې په سهار د اوسلو په پوهنتوني روغتون کې د ۸۹ کلونو په عمر وفات شو. هارالد چې د اروپا تر ټولو زوړ ژوندی پاچا بلل کېد…
افغان وګړی په جرمني کې د خپلې مېرمنې د وژنې په تور په عمري بند محکوم شو.
یو افغان سړی د جرمني په پلازمېنه برلین کې د خپلې مېرمنې د وژلو په تور، چې ویل کېږي د خپلو ماشومانو په وړاندې یې د پخلنځي په چاړه وژلې وه، په عمري بند محکوم شوی دی. د جرمني فدرالي م…

