په کابل کې د روسیې سفارت د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو، د ملکي وګړو د زیانمنېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سفارت ویلي، د دواړو لورو ترمنځ په روانو نښتو کې د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي.
د روسیې سفارت په خپل غبرګون کې د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر هلمند او کونړ د پاکستان د هوايي بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دا غبرګون دوه ورځې وروسته له هغه خپرېږي چې پر یادو ولایتونو بریدونه شوي دي، خو د سفارت په څرګندونو کې د پاکستان د بریدونو د غندلو پر ځای د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.
بلخوا، په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
تر دې دمه روسیه یوازینی هېواد دی چې د دغو بریدونو په اړه یې په رسمي ډول غبرګون ښودلی دی.
لیکوال:سعید سمیر








