TOOSnews
اعلان
احمد شريف چودري: له طالبانو سره چې څه كوو، دا لاره دوى خپله خوښه كړې.
نړۍټوس نیوز

احمد شريف چودري: له طالبانو سره چې څه كوو، دا لاره دوى خپله خوښه كړې.

۱۰ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي، اسلام‌اباد له افغان ولس سره ستونزه نه لري، بلکې د ده په وینا، د پاکستان اصلي مسله له طالبانو سره ده.

چودري د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر نهمه، په یوه خبري ناسته کې وویل: «له طالبانو سره چې څه کوو، دغه لاره طالبانو پخپله خوښه کړې ده.»

نوموړي طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ (بي‌اېل‌اې) او نورو وسله‌والو ډلو په ملاتړ او هغوی ته د پناه ورکولو په تور تورن کړل او ویې پوښتل چې د ټي‌ټي‌پي مشر نور ولي مسید او د بي‌اېل‌اې قوماندان بشیر زېب چېرته دي.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه چې طالبان په زور پر افغانستان واکمن شوي او د ده په وینا، دغو وسله‌والو ډلو ته یې پټنځایونه برابر کړي دي. هغه زیاته کړه چې پاکستان له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کوي او په دې موده کې یې درانه مالي او ځاني زیانونه لیدلي دي.

چودري له پاکستاني سیاستوالو وغوښتل چې د ترهګرۍ پر وړاندې ملي تګلاره په بشپړ ډول عملي کړي او ویې ویل چې اسلام‌اباد د خپل امنیت د ساتنې لپاره به هر اړین ګام واخلي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان تمرکز د افغان ولس پر وړاندې نه، بلکې د طالبانو پر هغو سیاستونو او اقداماتو دی چې د ده په وینا، د پیسو په بدل کې یې ترسره کوي.

بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې پاکستاني جنګي الوتکو تېره شپه په کونړ او هلمند ولایتونو کې پر ملکي سیمو بریدونه کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. اسلام‌اباد بیا وایي چې په دغو بریدونو کې یې یوازې د پاکستان ضد وسله‌وال په نښه کړي دي.

یوناما وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو هوايي بریدونو کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.