TOOSnews
اعلان
ټرمپ: له عراقه د امريكايي ځواكونو وتل د افغانستان خلاف منظم او له مرګ ژوبلې پرته وو.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: له عراقه د امريكايي ځواكونو وتل د افغانستان خلاف منظم او له مرګ ژوبلې پرته وو.

۹ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له عراقه د امریکايي ځواکونو وروستی وتل په منظم ډول او له ځاني زیان پرته ترسره شوي، خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو سره یې څرګند توپیر درلود.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، په خپله «ټروت سوشل» پاڼه کې له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا او عراق لپاره د «بریا ورځ» بللې او ویلي یې دي چې دغه ځواکونه د اربیل له پوځي اډې څخه وتلي دي.

نوموړي ویلي، له عراقه د وتلو پر مهال د امریکا هېڅ پوځي تجهیزات نه دي پاتې شوي او ټول امریکايي ځواکونه پرته له ځاني زیان څخه له دغه هېواده ایستل شوي دي.

ټرمپ په عراق کې د جګړې پیل د «ډېرو ناسمو پرېکړو» پایله بللې او ویلي یې دي چې ده قوماندانانو ته اړین وسایل ورکړي او اجازه یې نه ده ورکړې چې لنډمهالی پوځي حضور په دایمي حضور بدل شي.

د امریکا ولسمشر له عراقه د ځواکونو وتل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم پرتله کړي او ویلي یې دي چې د عراق وتل په ښه ډول ترسره شول او پایلې یې هم ښې وې.

ټرمپ د عراق د لومړي وزیر علي الزیدي ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نوموړي ته اړینه مرسته او ملاتړ برابر شوی و. هغه زیاته کړې چې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو یا وتلو اختیار ورسره و، خو په پای کې دې پایلې ته رسېدلی چې د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو وخت رارسېدلی دی.

له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل داسې مهال ترسره کېږي چې له افغانستانه د امریکا د ځواکونو له وتلو شاوخوا پنځه کاله تېرېږي. ټرمپ او د هغه ادارې یو شمېر چارواکو په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړې دي.

ټرمپ تر دې مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې له «تر ټولو سترو ناورینونو» څخه یو بللی و او ادعا یې کړې چې د وتلو پر مهال امریکايي ځواکونه له کافي امنیتي چمتووالي پرته پاتې شول.

بلخوا، د ټرمپ مخالفان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له وخته مخکې او له کافي امنیتي چمتووالي پرته بولي، خو د دې پرېکړې ملاتړي وايي چې په افغانستان کې د پوځي حضور دوام به د لا ډېرو بشري او مالي زیانونو لامل شوی وای.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.