TOOSnews
اعلان
ټرمپ: د ايران په اړه به ډېر ژر مهم پرمختګونه رامنځته شي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: د ايران په اړه به ډېر ژر مهم پرمختګونه رامنځته شي.

۹ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات له ایران سره په جګړه کې له شپږو میاشتو راهیسې ښکېل دي او د نوموړي په وینا، د ایران پوځي ځواک «په بشپړه توګه له منځه تللی» او دغه هېواد «تر ډېره ویجاړ شوی» دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، په دې موده کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي، خو د هغه په ادعا، د ایران د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵۰۰ ته رسېږي. دغه شمېرې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

نوموړي زیاته کړه: «ډېر ژر به ووینئ چې پېښې رامنځته کېږي» او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات به له ایران سره په جګړه کې «ډېر ژر» بریا ترلاسه کړي.

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو هڅې روانې دي. د رویټرز د راپور له مخې، ایران د امریکا وروستی وړاندیز ترلاسه کړی، خو د دواړو لورو ترمنځ د اوربند او د فارس خلیج د وضعیت په اړه لا هم اختلافات موجود دي.

بلخوا، د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکېچ د هرمز تنګي پر وضعیت هم اغېز کړی او د تېلو نړیوال لېږد یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.