افغانستان
خوندیځپه دې برخه کې تازه خبرونه • ۱٬۱۶۳
كندهار والي: ږیره خرېيلي او نوي ځوانان دې تلاشي شي، «فساد» په همدوى كې دى.
سرچینو ویلي چې د طالبانو د کندهار والي ملا محمدشیرین اخوند د کندهار د امني، عبور او مرور شرطې ځواکونو له مسوولانو غوښتي، د فساد د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او نوي ځوانان او ږیر…
طالبانو په ننګرهار کې د زرګونو نشهيي ګولیو د نیولو خبر ورکړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ننګرهار ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ کې د دې ډلې امنیتي ځواکونو ۴۴ زره نشهيي ګولۍ، ۲۸ کیلوګرامه چرس او ۲۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي…
د امر بالمعروف وزیر: طالبان د شریعت د احکامو له اجرا کولو څخه نه پرشا کېږي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، خالد حنفي، ویلي چې طالبان به د هغو څه پروا ونه کړي چې دوی یې د ځان پر ضد «منفي تبلیغات» بولي، او د شریعت د احکامو له پلي کولو به په…
طالبانو په خوست كې د ۵۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل كړې.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰ بستریز «جياېچ» روغتون د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل کړي دي.د بنسټ ډبرې اېښودل…
طالبان: كندهار کې ۵۰۰ كيلويي بم په خوندي ډول شڼډ شو.
د هېلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د کندهار ولایت د شاوليکوټ ولسوالۍ په ویاند کلي کې له تېرو جګړو پاتې شوی یو ۵۰۰ کیلویي بم کشف او په خوندي ډول شڼډ کړی دی.د طالبانو د پېښو پر وړاندې د م…
جمعه خان فاتح: د زابل ولایت له مرستیالۍ څځه زما د استعفا لامل له پښتو ژبې سره نابلدتیا وه.
جمعهخان فاتح، د طالبانو هغه قوماندان چې د قاري فصیحالدین فطرت له منځګړیتوب وروسته کابل ته لېږدول شوی، له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي چې د زابل ولایت د والي د مرستیالۍ له دندې د…
افغانستان كې د پوليو څلور نوې پېښې ثبت شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) تایید کړې چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. له دې سره، د ۲۰۲۶ کا…
په بادغیس کې د ۸ میلیونه افغانیو له ورکېدو وروسته د کابل بانک مسؤلان نیول شوي.
ځايي سرچینې په بادغیس کې وایي، وروسته له هغې چې د کابلبانک د دې ولایت له څانګې څخه ۸ میلیونه افغانۍ ورکې شوې، د طالبانو استخباراتو د یاد بانک درې مسؤلان نیولي دي.د سرچینو په وینا،…
نديم: د سرطان د تشخيص او درملنې تر ټولو لوى مركز د پرانيستې په درشل كې دى.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي، د کابل د طبي علومو پوهنتون اړوند د علياباد تدریسي روغتون کې د افغانستان تر ټولو لوی د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د بشپړېدو وروستي پړاو ته رس…
د غزني اوسېدونکو د خپلو ماشومانو د زدهکړې لپاره په شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړ.
د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ د شاکي کلي اوسېدونکو، وروسته له هغې چې د جمهوري نظام پر مهال، د طالبانو د حکومت او مرستندویه ادارو په دوره کې یې پرلهپسې غوښتنې بې ځوابه پاتې شوې، د خپ…

