د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په کونړ ولایت کې اعلان کړی چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي دي. دې ادارې ویلي چې دې پېښې ځايي اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
د طالبانو چارواکو د سې شنبې په ورځ، د زمري ۱۳مه، ویلي چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د تنګي سهیل په سیمه کې سېلابونو یو شمېر کورونه او د خلکو شتمنۍ زیانمنې کړي دي. دوی ویلي چې د زیانونو د کره اندازې معلومولو او د احتمالي نورو مرګژوبلو د ارزونې لپاره څېړنې لا هم روانې دي.
په ورته وخت کې، د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ کې هم سختو ورښتونو او سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي. د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د دغو سېلابونو له امله درې ماشومان ورک شوي او د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.
د طالبانو د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په برګمټال ولسوالۍ کې ۸۷ استوګنیز کورونه، یو جامع جومات، د اوبو لګولو کانالونه، د برېښنا تأسیسات او د کرنیزو ځمکو ځینې برخې زیانمنې شوي دي. دغو چارواکو د اوښتو زیانونو کره اندازه نه ده اعلان کړې.
د برګمټال د طالبانو د ولسوال مرستیال امیرخان ویلي چې د ورکو شویو درېیو ماشومانو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم دوام لري. نوموړي د ماشومانو د وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې، د افغانستان هوا پېژندنې ادارې د کونړ او نورستان په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی و. په تېرو ورځو کې هم د افغانستان په ځینو سیمو کې پرلهپسې سېلابونه راوتلي دي.
تر دې وړاندې، د چنګاښ په ۲۹مه، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار او د دغه ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې سېلابونو لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي او خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








