د طالبانو د استخباراتو ادارې ته منسوب دوه اسناد چې د کابل ټایمز نیوز خبري اژانس په واک کې ورکړل شوي، خپاره شوي دي. د دې رسنۍ د ادعا له مخې، دغه محرم اسناد په بدخشان ولایت کې د یفتل پایین او زېباک ولسوالیو لپاره د پوځي عملیاتو د لګښتونو د برابرولو لپاره د بودجې د ځانګړي کېدو ښکارندویي کوي.
د دغو اسنادو د محتوا له مخې، شاوخوا ۱۶۱ زره امریکايي ډالر، چې نږدې ۴ میلیونه افغانۍ کېږي، په دغو سیمو کې د څو ورځو پوځي عملیاتو د لګښتونو د پوښښ لپاره ځانګړي شوي دي. خپاره شوي جزییات ښيي چې دغه بودجه د عملیاتي او امنیتي فعالیتونو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې وه.
په یوه سند کې د هغو کسانو نوملړ شامل دی چې د همکارانو یا استخباراتي سرچینو په توګه معرفي شوي او ورسره هغوی ته د ورکړل شویو پیسو اندازه هم ثبت شوې ده. بل سند بیا د بودجې د لګولو، د سیمهییزو خلکو د همکارۍ د جلبولو، د استخباراتي فعالیتونو د پیاوړتیا او په یفتل پایین او زېباک ولسوالیو کې د امنیتي عملیاتو د ملاتړ په اړه لارښوونې لري.
خو تر اوسه د دغو اسنادو اصالت د کوم خپلواک بنسټ له خوا نه دی تایید شوی. همداراز د طالبانو حکومت او نورو رسمي ادارو د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغو اسنادو د محتوا یا مطرح شویو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
یاد اسناد په داسې حال کې خپاره شوي چې د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې امنیتي نښتې او تاوتریخوالی زیات شوی دی. دې موضوع په ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس موندلی او د کاروونکو او څارونکو ترمنځ یې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








