د فاطمیون لښکر یوه قوماندان چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې، ادعا کړې ده چې د اسانتیاوو د برابرېدو په صورت کې د هغه تر امر لاندې په سلګونو وسلهوال چمتو دي چې د طالبانو مخالفو جبهو ته بېل شي او له دې ډلې سره جګړه وکړي. هغه ویلي دي، هره هغه بهیر چې د دې ځواکونو د تجهيز او ملاتړ وړتیا ولري، کولای شي د هغوی له ظرفیت څخه استفاده وکړي.
یاد قوماندان همدا راز ویلي چې په کابل کې د ایران سفارت د مرستیال سید حسن مرتضوي هغه څرګندونې، چې ګواکي اسلامي جمهوریت د طالبانو پر وړاندې جګړه «مقاومت» نه ګڼي، د فاطمیون د یو شمېر غړو د ناخوښۍ لامل شوي دي. د هغه په وینا، د دې ډلې ډېری ځواکونه له طالبانو سره مقابله د افغانستان لپاره په لومړیتوب کې ګڼي.
هغه ادعا کړې ده چې سپاه پاسداران په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د فاطمیون اړوند د یوه پوځي-سیاسي بهیر له جوړېدو ملاتړ وکړي، مګر دا ژمنه عملي نه شوه. د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته هم له فاطمیون ځواکونو غوښتل شوي وو چې د طالبانو پر وړاندې له هر ډول پوځي اقدام څخه ډډه وکړي.
یاد قوماندان زیاته کړې چې د فاطمیون ځواکونو یوه برخه د اسلامي جمهوریت له تګلارو او له افغان ځواکونو سره له چلند څخه ناخوښه دي او د شرایطو د چمتو کېدو په صورت کې ښایي د طالبانو مخالفو جبهو ته ووځي. دا ادعاوې تر اوسه د ایران د اسلامي جمهوریت يا طالبانو د چارواکو له لوري نه دي تایید یا رد شوي.
د فاطمیون لښکر د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ملاتړ او په عمدي توګه له افغان شیعه مهاجرینو څخه رامنځته شوی او په تېرو کلونو کې یې د بشار اسد له حکومت څخه د ملاتړ په موخه د سوریې په جګړه کې شتون درلود.
لیکواله:سلیمه آریایي








