TOOSnews
اعلان
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. دغه سازمان وايي چې د پولیو ویروس لا هم په افغانستان کې په خپرېدو دی او د ناروغۍ د خپرېدو د څارنې بهیر دوام لري.

د یاد سازمان د راپور له مخې، تېر میلادي کال هم په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په تېرو دوو کلونو کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو ټول شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې که څه هم په روانه اوونۍ کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د ویروس ۵۳ مثبتې چاپېریالي نمونې موندل شوي دي. چاپېریالي نمونې د فاضله اوبو او ورته سرچینو له لارې راټولېږي، څو د ویروس د ګرځېدو وضعیت وڅارل شي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ویروس د مثبتو چاپېریالي نمونو شمېر ۹۴ ته رسېدلی و. دا شمېرې ښيي چې ویروس لا هم د هېواد په ځینو سیمو کې په خپرېدو دی.

د راپور له مخې، په پاکستان کې هم د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو ۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې تېر کال په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۳۱ ته رسېدلی و.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو د فلج ناروغي پکې بومي پاتې ده او د ویروس لېږد په بشپړه توګه نه دی درول شوی.

په راپور کې راغلي چې د روان کال له پیل راهیسې په ټوله کې د پولیو ویروس ۱۶۱ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوي دي، چې له دې ډلې ۵۳ په افغانستان او ۱۰۸ په پاکستان کې موندل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د مثبتو چاپېریالي نمونو ټول شمېر ۷۴۵ ته رسېدلی و، چې ۹۴ یې په افغانستان او ۶۵۱ یې په پاکستان کې ثبت شوې وې.

د یاد راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې په وروستیو کلونو کې د زیاتېدو په حال کې دي. دا زیاتوالی د ۲۰۲۱ کال له هغه کمښت وروسته لیدل کېږي چې په هغه کال کې یوازې ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېر ۵۶ ته رسېدلی و.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو د کور په کور واکسیناسیون کمپاینونه درول شوي او د واکسین د تطبیق بهیر جوماتونو ته لېږدول شوی دی. د روغتیايي چارو یو شمېر متخصصین باور لري چې دا بدلون ښايي ځینو ماشومانو ته د واکسین د رسېدو مخه ونیسي او د واکسین د پوښښ پر کچه اغېز وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.