د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو په وروستیو ورځو کې د حجاب د نه مراعتولو په پلمه پر ښځو فشارونه زیات کړي دي. د ځايي سرچینو په وینا، په تېره یوه اوونۍ کې له لسو څخه زیاتې ښځې د طالبانو له لوري د ټاکل شوي حجاب د نه مراعتولو په تور نیول شوي دي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي، ډېری دغه نیونې د کارته لګن په سیمه کې د ښځو ځانګړي بازار شاوخوا ترسره شوي دي. د هغوی په وینا، دغو اقداماتو نه یوازې د ښځو اندېښنې زیاتې کړي، بلکې د بازار اقتصادي فعالیتونه یې هم په څرګند ډول اغېزمن کړي دي.
ځايي سرچینې زیاتوي، په تېرو دوو ورځو کې یو شمېر نورې ښځې هم د حجاب د نه مراعتولو یا د شرعي محرم د نه لرلو په تور نیول شوي دي. عیني شاهدان هم وايي، د بازار ترڅنګ د طالبانو د یوه محتسب او یوې ښځې ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه، چې د خلکو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د اوسېدونکو په وینا، له دې پېښې وروسته په بازار کې د ښځو څارنه او پلټنې لا سختې شوي دي، او ډېری ښځې د نیول کېدو له وېرې بازار ته له تګ څخه ډډه کوي. پلورونکي هم وايي، د پېرودونکو د شمېر کمېدو یې کاروبار له رکود سره مخ کړی او یو شمېر دوکانداران د خپلو دوکانونو د کرایې په ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي.
طالبانو تر اوسه په هلمند کې د ښځو د نیولو او د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه خپرو شویو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








