TOOSnews
اعلان
په لغمان کې د بېرته راستنو شويو کډوالو د موټر چپه کېدو له امله ۱۸ تنه مړه شول.
افغانستانټوس نیوز

په لغمان کې د بېرته راستنو شويو کډوالو د موټر چپه کېدو له امله ۱۸ تنه مړه شول.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو یو موټر د لغمان ولایت په قرغي ولسوالۍ کې چپه شوی، چې له امله یې ۱۸ تنه، د ښځو او ماشومانو په ګډون، مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې دغه پېښه د شنبې ورځې د غبرګولي (جوزا) په ۹مه نېټه، د سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې، د قرغي ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

په هغو انځورونو کې چې له دې پېښې خپاره شوي، ښکاري چې موټر د لارۍ ډول و او د مړو کسانو جسدونه یې شاوخوا پراته دي.

د لغمان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، یونس یوسفزي، ویلي چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

تر اوسه د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی، خو د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، چټک تګ او د سړکونو خرابوالی تل د افغانستان پر لویو لارو د ورته خونړیو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.