د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د سیمې لپاره د افغانستان د ثبات پر ستراټیژیک اهمیت په ټینګار سره وویل، تهران له هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي چې په دې هېواد کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو لامل کېږي. نوموړي دا څرګندونې په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړې.
عراقچي په سیمه ییزو پرمختګونو کې د افغانستان مقام ته په اشارې سره وویل، د دې هېواد ثبات او امنیت د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره تر ټولو مهمې ګډې امنیتي او پرمختیايي مسئلې دي. هغه همدا راز له ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې له تروریزم، افراط پالنې، سازمان موندلو فراملي جرمونو، د مخدره توکو له قاچاق او غیرقانوني مهاجرت سره اغېزمنه مبارزه، د شانګهای همکارۍ سازمان په څېر د بېلابېلو چوکاټونو له لارې د سیمې د هېوادونو نږدې او همغږې همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي همدا راز روښانه کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د یوه امن، باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او نښتو پر پای ته رسېدو یې ټینګار وکړ.
د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د جمعې په ورځ، د زمري دویمه، په قرغزستان کې ترسره شوه و د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د وضعیت په ګډون پر مهمو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې اترې وکړې.
د شانګهای همکارۍ سازمان یو بین الحکومتي نهاد دی چې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې فعالیت کوي او په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شوی دی. چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او بېلاروس د دې سازمان دایمي غړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








