TOOSnews
اعلان
عاصم منير: د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالو ير ضد عمليات به تر بشپړې بريا دوام وكري.
نړۍټوس نیوز

عاصم منير: د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالو ير ضد عمليات به تر بشپړې بريا دوام وكري.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، ویلي چې پوځ به یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ بېلتون‌پالو پر ضد هدفي عملیات تر هغه روان وساتي، څو د هغه په وینا، د امنیتي ګواښونو جرړې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د پنجشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، عاصم منیر دغه څرګندونې په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ (جي‌اېچ‌کيو) کې د «بلوچستان شلم ملي ورکشاپ» له ګډونوالو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې د هر ډول امنیتي ګواښ د له منځه وړلو لپاره کلک هوډ لري او ویلي یې دي: «د خوارجو فتنې او هندوستان فتنې پر ضد هدفي عملیات به په بشپړ عزم دوام وکړي، څو د ترهګرۍ ګواښ او د هغې ملاتړي په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.»

د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ته د «فتنه خوارج» او بلوڅ بېلتون‌پالو ته د «فتنه هندوستان» اصطلاح کاروي.

عاصم منیر زیاته کړې چې پوځ به د وسله‌والو ډلو پټنځایونه او مرکزونه په هر هغه ځای کې په نښه کړي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان پرله‌پسې ادعا کوي، ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي؛ خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د کارېدو اجازه ورنه کړي.

د پاکستان پوځ همداراز ادعا کوي چې له بهر څخه ملاتړ کېدونکي نیابتي ځواکونه هڅه کوي په بلوچستان ایالت کې تاوتریخوالی زیات، ثبات کمزوری او د سولې بهیر ګډوډ کړي.

عاصم منیر بلوچستان د پاکستان د پرمختګ لپاره مهم ایالت بللی او ویلي یې دي چې د طبیعي سرچینو او د خلکو د وړتیاوو له امله به په دغه ایالت کې پراختیایي پروژې دوام ومومي، څو اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې ښه شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.