د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز الکساندر سیرسکي دندې ته د پای ټکی کېښود او د هغه پر ځای یې ۴۳ کلن جنرال میخایلو دراپاتي وټاکه. دا پرېکړه یوازې څو ورځې وروسته له هغې وشوه چې زلنسکي د اوکراین د دفاع وزیر میخایلو فدوروف هم له دندې لرې کړ.
د پوځ د لوی درستیز د ګوښه کېدو پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې د دفاع وزیر د لرې کولو په اړه د زلنسکي پخوانۍ پرېکړې په اوکراین کې له پراخو غبرګونونو او په بېلابېلو سیمو کې له لاریونونو سره مخ شوې وه. دغو بدلونونو د اوکراین د پوځي او امنیتي جوړښت د وروستیو بدلونونو په اړه د خلکو او رسنیو پام ځانته اړولی دی.
۳۵ کلن میخایلو فدوروف د خپلې دندې پر مهال د دفاع وزارت د اصلاحاتو، د وسله والو ځواکونو د عصري کولو او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د خپلو اقداماتو له امله د ډېرو څارونکو پام ځان ته اړولی و.
له بلې خوا، الکساندر سیرسکي د ځینو پوځي شنونکو او څارونکو له نظره داسې قوماندان بلل کېده چې د پوځ په جوړښت کې یې د پراخو بدلونونو د پلي کولو په برخه کې نسبتاً محتاط چلند درلود.
سیرسکي د خپلې دندې له پای ته رسېدو وروسته په ټېلیګرام کې په یوه پیغام کې د خپل فعالیت دفاع وکړه او ویې لیکل: «هغه پوځ چې دوه کاله مخکې له یوې سختې دفاعي جګړې سره مخ و، اوس د پرمختګ په حال کې دی او تهاجمي عملیات ترسره کوي.»
د اوکراین د پوځ نوي مشر میخایلو دراپاتي هم په فیسبوک کې په یوه یادداشت کې اعلان کړی چې: «پر مسؤلیت، بشپړ تمرکز او هغو ټولو کسانو ته د درناوي له احساس سره چې نن زموږ د هېواد دفاع کوي، خپلې دندې به ترسره کړم.»
ولودیمیر زلنسکي هم د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د الکساندر سیرسکي له خدمتونو مننه وکړه او د پوځي عملیاتو په قومانده کې، په ځانګړي ډول په ۲۰۲۲ کال کې د کېیف د دفاع په برخه کې، د هغه رول یې وستایه.
د اوکراین ولسمشر همدارنګه وویل چې له میخایلو فدوروف سره یې لیدلي او هغه ته یې د «واک په جوړښت کې د یوه مناسب مقام» وړاندیز کړی دی. خو تر اوسه روښانه نه ده چې پخواني دفاع وزیر دا وړاندیز منلی که نه.
میخایلو فدوروف چې د تېر کال په جنوري کې د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی و، د جګړې په لومړۍ کرښه کې د مېشتو ځواکونو د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارولو او همدارنګه د روسیې پر وړاندې د سایبري عملیاتو لپاره د «اوکراین د معلوماتي ټکنالوژۍ پوځ» د جوړولو له امله مشهور شوی و.
د فدوروف ګوښه کېدل د شپږو ورځو لپاره په اوکراین کې له پراخو اعتراضونو سره مل وه. الکساندر سیرسکي هم د ۲۰۲۴ کال په پیل کې د اوکراین د پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی و، خو اوس د ولسمشر د پرېکړې له مخې خپله دنده میخایلو دراپاتي ته سپاري.
لیکواله:سلیمه آریایي








