ځايي سرچینې په کابل کې وایي چې عبدالخالق، د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخوانی کارکوونکی، د پنجشنبې په ورځ، د لوی اختر په دویمه، د کابل ښار په یوه سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، نوموړی په دې پېښه کې وژل شوی، خو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه نور دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي. مسؤلو چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د هغه کورنۍ ته نږدې سرچینې وایي چې عبدالخالق د پخواني حکومت له سقوط وروسته په کابل کې په پټه ژوند کاوه او له دې وړاندې یې د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې کړې وې.
له بلې خوا، طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او موضوع لا هم د څېړنې او تعقیب لاندې ده.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان د پخواني حکومت د ځینو کارکوونکو او امنیتي ځواکونو د نیولو، ورکېدو او وژل کېدو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي؛ هغه موضوع چې تل یې د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








