TOOSnews
اعلان
د طالبانو له خوا د ټاکل شوي حجاب د ملاتړ په موخه په هرات کې یو شمېر ښځو غونډه ترسره کړه.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو له خوا د ټاکل شوي حجاب د ملاتړ په موخه په هرات کې یو شمېر ښځو غونډه ترسره کړه.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باختر دولتي اژانس د دوشنبې په ورځ د هرات ښار د یو شمېر نقاب او روبند لرونکو ښځو او نجونو د راټولېدو انځورونه خپاره کړل. د دغې غونډې ګډونوالو د طالبانو له لوري د ټاکل شوي حجاب ملاتړ وکړ او د همدې ډول پوښښ د مراعت غوښتنه یې وکړه.

ګډونوالو د «چادري او حجاب د افغانې ښځې د عزت بیرغ دی» او «حجاب د نېکمرغۍ لار ده» په څېر شعارونه له ځان سره لېږدول او د هرات ښار په یوه سړک کې یې د حجاب د اهمیت په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

باختر اژانس د دغې غونډې د دقیق وخت، ځای او همدارنګه د هغې د تنظیموونکو ادارو یا اشخاصو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د غونډې ګډونوالو د هغو څه پر ضد نیوکه وکړه چې دوی یې «د ځینو اشخاصو او رسنیو له خوا د بې‌حجابۍ د ترویج لپاره تبلیغات او هڅې» وبللې، او د طالبانو له خوا ټاکل شوي حجاب د مراعت پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

په هرات کې ښځې د پوښښ بېلابېل ډولونه ذدکاروي، لکه د لمانځه څادر، روسري، روبند او چادري. خو طالبان هغه پوښښ اسلامي ګڼي چې پکې د ښځې ټول بدن او مخ، د سترګو پرته، پټ وي.

له دې وړاندې هم باختر اژانس د هرات د یوې بلې ډلې نجونو د غونډې ویډیو خپره کړې وه چې پکې د طالبانو له خوا د ټاکل شوي حجاب پر اهمیت ټینګار شوی و.

دا غونډه داسې مهال ترسره شوې چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په وروستیو ورځو کې لسګونه ښځې د هغوی د پوښښ د ډول له امله نیولې دي. دغه اقدام د افغانستان دننه او بهر له غبرګونونو او اعتراضونو سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونو د معترضینو د خورولو لپاره له زور څخه کار اخیستی او پر هغوی یې ډزې کړې دي. د دغو پېښو په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل و، وژل شوي دي.

د بشري حقونو د بنسټونو ترڅنګ، د افغانستان د شیعه علماوو شورا هم دغو پېښو ته غبرګون ښودلی دی. دې شورا په هغه پیغام کې چې د جوزا په شلمه نېټه یې خپور کړی و، د طالبانو له محتسبانو غوښتي چې له افراطي او پاروونکو چلندونو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا همدارنګه ټینګار کړی چې د طالبانو امنیتي ځواکونه کولای شول د زور او تاوتریخوالي له کارولو پرته د معترضینو غونډه مدیریت کړي، څو د کړکېچ د پراخېدو او شخړو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.

بل پلو، د طالبانو د هرات والي، نوراحمد اسلام‌جار، د حجاب د مقرراتو له پلي کېدو دفاع وکړه. هغه وویل چې د دغو مقرراتو د تطبیق پرېکړه له څو میاشتو سلا مشورو وروسته شوې او عملي کول به یې په پراخه کچه دوام ومومي. نوموړي همدارنګه د دې لارښوونې پر بشپړ تطبیق ټینګار وکړ.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.