خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمان حقاني د دې ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې اوس زندانونه د انتقام، شکنجې او زور زیاتي ځایونه نه، بلکې د اصلاح، روزنې او زدهکړو مرکزونه دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر زندانونو د بندیانو، ښځو، خبریالانو او پخوانیو امنیتي منسوبینو د شکنجې او ناوړه چلند نیوکې دوام لري.
د خوست د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې عبدالرحمان حقاني د زندان د لیدنې پر مهال ټینګار کړی، د اسلامي اصولو او نافذه قوانینو له مخې د بندیانو د حقونو د خوندیتوب او اصلاح لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
نوموړي بندیانو ته ویلي، چې له زندان کې تېرېدونکي وخت څخه د زدهکړو، ځاناصلاح او مثبت بدلون لپاره ګټه واخلي، څو بېرته د ټولنې د ګټورو غړو په توګه عادي ژوند ته ستانه شي.
هغه همداراز د زندان مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د بندیانو د ستونزو د حل، د خدمتونو د ښه والي او د اصلاح او روزنې د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. د هغه په وینا، د بندیانو ستونزو او اړتیاوو ته به جدي پاملرنه وشي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي. د یوناما د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډلهییز جنسي تېری، جبري ودونه او د ښځو جبري بربنډول شامل دي.
همدارنګه، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې ځانګړې مرکه کې په زندانونو کې د شکنجې راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د دوی د اصولو او قوانینو له مخې د نیول کېدو له مرحلې تر خوشې کېدو پورې پر هېڅ کس شکنجه نه پلي کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








