TOOSnews
اعلان
هیله نجيب اللّه: پخواني مخالفين نن ديو بل ترڅنګ ولاړ دي.
افغانستانټوس نیوز

هیله نجيب اللّه: پخواني مخالفين نن ديو بل ترڅنګ ولاړ دي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور، هیله نجیب الله، په تازه څرګندونو کې د هېواد د تېرو او اوسنیو سیاسي حالاتو پرتله کړې او د یو شمېر مطرحو سیاسي او جهادي څېرو پر دریځونو یې نیوکې کړې دي.

هغې ویلي، افغانستان پخوا د هوايي او پوځي ځواک له پلوه د پام وړ وړتیا لرله. د هغې په خبره، د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال روسي پیلوټانو د افغان هوايي ځواک ملاتړ کاوه او د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر وخت یو افغان فضا ته هم تللی و، خو دواړه نظامونه د کورنیو مخالفتونو او بهرني ملاتړ لرونکو پاڅونونو له امله سقوط شول.

هیله نجیب الله د طالبانو د اوسني سیاست په تړاو ویلي، هغه کسان چې پخوا یې د روسانو پر ضد جګړه کوله، اوس له هماغه هېواد سره سیاسي او پوځي هوکړې کوي. هغې په ځانګړي ډول د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د وخت په تېرېدو سیاسي دریځونه بدل شوي دي.

نوموړې همداراز پر ګلبدین حکمتیار نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه پخوا د ټاکنو او سولې مخالف و، خو اوس د رایې ورکولو او ډیموکراسۍ ملاتړ کوي.

د هغې په وینا، د افغانستان اوسنی وضعیت د اوږدمهالو سیاسي تضادونو پایله ده؛ داسې وضعیت چې پکې ولس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ښځې له محدودیتونو کړېږي، ګڼ روښانفکران هېواد پرېښودو ته اړ شوي او سیاسي فعالیتونه کمزوري شوي دي.

هېله نجیب الله دا هم ویلي چې افغانستان یو ځل بیا د سیمه‌ییزو او نړیوالو استخباراتي سیالیو په ډګر بدل شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.