دوشنبې په نوي ډېلي، د هند پلازمېنه کې، سلګونو کسانو په یوه اعتراضي غونډه کې ګډون وکړ او د جمو او کشمیر د ایالتي حیثیت د بېرته ورګرځولو غوښتنه یې وکړه. دا لاریون د جمو او کشمیر د اعلی وزیر عمر عبدالله په مشرۍ ترسره شو. ګډونوالو د دې سیمې د ایالتي مقام د لغوه کېدو پر ضد اعتراض کړی او د هغه د بیا اعادې غوښتنه یې کړې.
د راپورونو له مخې، پولیسو هڅه وکړه چې د دې غونډې د ترسره کېدو مخه ونیسي. له دې سره سره، عمر عبدالله په «اېکس» ټولنیزه شبکه کې د اعتراض ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړل او ویې ویل چې دا حرکت د ایالتي حیثیت، حقونو، عزت او نورو هغو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د هڅو پیل دی چې د ده په وینا، د دې سیمې له خلکو څخه اخیستل شوي دي.
د هند د صدراعظم نارېندرا مودي حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د جمو او کشمیر محدوده ځانواکي لغوه کړه، د دې سیمې ایالتي مقام یې له منځه یووړ او سیمه یې په دوو هغو قلمروونو ووېشله چې د مرکزي حکومت له خوا اداره کېږي؛ یعنې جمو او کشمیر او لداخ. دغه پرېکړه له هماغه وخته د سیاسي ډلو او د سیمې د اوسېدونکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د هند حکومت له هغه وخت راهیسې څو ځله ویلي چې په «مناسب وخت» کې به د جمو او کشمیر ایالتي حیثیت بېرته ور وګرځوي، خو تر اوسه یې د دې ژمنې د عملي کېدو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې. د عمر عبدالله په مشرۍ د «جمو او کشمیر ملي کنفرانس» ګوند هم د دې ژمنې د ژر پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا، د واکمن «بهارتيه جنتا ګوند» مشران باور لري چې دغه اعتراضونه د دې لپاره ترسره کېږي چې د عمر عبدالله د حکومت له هغه څه چې دوی یې «ناکامي» بولي، د خلکو پام واړول شي. دغه ګوند ټینګار کوي چې مرکزي حکومت به په مناسب وخت کې د ایالتي حیثیت د بېرته ورکولو په اړه پرېکړه وکړي.
کشمیر لا هم د هند او پاکستان ترمنځ د تر ټولو مهمو شخړهییزو موضوعاتو له ډلې څخه دی. دواړه هېوادونه پر ټوله سیمه د حاکمیت ادعا لري، خو هر یو یې یوه برخه اداره کوي. هند پاکستان تورنوي چې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کې له بېلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ کوي، خو اسلاماباد دا تور ردوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








