د لسمې پرلهپسې شپې لپاره، متحده ایالاتو او ایران اعلان کړی چې د یو بل پر پوځي اهدافو یې نوي بریدونه ترسره کړي دي. په ورته وخت کې، دواړو لورو د اعلامیو په خپرولو سره د خپلو عملیاتو د هدفونو او پایلو جزیات بیان کړي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه اعلامیه کې ویلي چې سېشنبې سهار د چنګاښ ۳۰مه، د ایران د پوځي قوماندې مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو اډې، او د هوايي دفاع سیستمونه یې په نښه کړي دي. سنټکام، لکه د تېرو ورځو په څېر، ویلي چې دغه بریدونه د دې لپاره ترسره شوي چې «د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د برید کولو لپاره د ایران وړتیا کمزورې» کړي.
په مقابل کې، د ایران اسلامي جمهوریت پوځ او د سپاه پاسداران اسلامي انقلاب هم اعلان کړی چې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي. د ایران پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د «صاعقه» عملیاتو په دوام کې یې په کویټ کې د عریفجان کمپ، عدیري کمپ او احمد الجابر اډه په نښه کړي دي.
د ایران د پوځ د اعلامیې له مخې، په عریفجان کمپ کې اداري ودانۍ او د سیګنالونو د تعقیب انتنونه، په عدیري کمپ کې د اپاچي، شینوک او بلک هاوک چورلکو د ځای پر ځای کېدو سیمې، او په احمد الجابر اډه کې د امریکايي ځواکونو ځایونه او لوژستیکي مرکزونه هدف ګرځول شوي دي. په دې اعلامیه کې د احتمالي زیانونو یا مرګژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
سپاه پاسداران هم ویلي چې د «نصر ۲» عملیاتو د څلورویشتمې څپې په ترڅ کې یې د سیمې په بېلابېلو برخو کې د امریکا راداري زیربناوې او د هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړي دي. د سپاه هوايي ځواک ادعا کړې چې د سې شنبې سهار یې د بحرین په الرفاع او محرق سیمو کې هم اهداف تر برید لاندې راوستي دي.
سپاه پاسداران وروسته ادعا کړې چې دغه عملیات د «یوه پراخ برید لپاره د لارې د پاکولو» په موخه طرحه شوي وو، او په ترڅ کې یې په محرق بحرین کې د هوايي دفاع یو سیستم او یو راداري تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ او له فعالیته ایستل شوي دي.
د سپاه پاسداران په هغه اعلامیه کې چې د ایرنا خبري اژانس خپره کړې، همدارنګه ادعا شوې چې په الرفاع بحرین کې د امریکا یو ځای پر ځای شوی پاتریوت هوايي دفاع سیستم د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د همغږي برید په ترڅ کې په نښه او ویجاړ شوی دی.
تر اوسه پورې امریکايي چارواکو او د کویټ او بحرین حکومتونو د ایران د پوځ او سپاه پاسداران د مطرح شویو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور کړی، او دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
لیکوال:سلیمه آریایي








