TOOSnews
اعلان
ایراني رسنۍ: ۴۱۷ میلیونه متر مکعبه اوبه له هلمند سیند څخه سیستان او بلوچستان ته دننه شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

ایراني رسنۍ: ۴۱۷ میلیونه متر مکعبه اوبه له هلمند سیند څخه سیستان او بلوچستان ته دننه شوي دي.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فارس‌نیوز د راپور له مخې، ۴۱۷ میلیون مترمکعبه اوبه د هلمند له سیندنه د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته داخلې شوي دي. دغه رسنۍ وایي چې د وري میاشتې له وروستیو څخه د غبرګولي تر لومړیو پورې د دې ولایت څاه‌نیمه زېرمو ته د ورتلونکو اوبو اندازه نږدې دوه برابره شوې، خو لا هم د ایران د ادعا شوي حقابې له اندازې کمه ده.

فارس‌نیوز د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶مه، راپور ورکړی چې دا اوبه له افغانستانه د سیستان او بلوچستان شمالي سیمو ته ورغلې او د دغې سیمې د اوبو د اړتیاوو یوه برخه یې پوره کړې ده.

دغې رسنۍ دا ادعا هم کړې چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د خپل تاریخ له تر ټولو باراني دوره تجربه کړې ده، او په ځینو سیمو کې سختو بارانونو د سېلابونو د راوتلو او د پام وړ زیانونو لامل شوي دي.

د خپاره شوي راپور له مخې، د هلمند تړون چې په ۱۳۵۳ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شوی و، افغانستان مکلفوي چې هر کال ایران ته ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ورکړي.

بل لور ته، د طالبانو چارواکو تر اوسه د ایران پر لور د خوشې شویو اوبو د اندازې یا د ایران د رسنیو د دې راپور په اړه کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

د هلمند د اوبو حقابه په وروستیو کلونو کې د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه وه. سره له دې چې بېلابېلې غونډې او مذاکرات ترسره شوي، ایراني چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې دوی د هلمند له سیند څخه د خپلې بشپړې حقابې غوښتونکي دي.

له بلې خوا، د ایران د کرنې وزارت خپاره کړي ارقام ښيي چې په دغه هېواد کې د کرنې په برخه کې د مصرفېدونکو اوبو لویه برخه ضایع کېږي. د دغو شمېرو له مخې، له هر ۱۰ لیټرو مصرفېدونکو اوبو څخه شاوخوا ۷ لیټره ضایع کېږي او یوازې ۳ لیټره یې په اغېزمن ډول کارول کېږي.

محمد حب وطن هم ویلي چې د نوې او پرمختللې اوبولګولو ټکنالوژۍ او طریقو محدود استعمال د ایران د کرنې په سکټور کې د اوبو د ګټې اخیستنې کچه راټیټه کړې ده، او دا مسئله د اوبو د سرچینو د مدیریت له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.