د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر، فضل احمد معنوي، د طالبانو له لوري په ودونو کې د ناوې پر سینګار او عطرو وهلو وروستي بندیزونه د اسلامي فقهې خلاف بللي دي.
معنوي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې هېڅ فرد یا حکومت حق نه لري هغه څه چې خدای او رسول یې په مطلق ډول حرام کړي نه دي، د اداري پرېکړو له مخې منع اعلان کړي.
هغه ویلي، په اسلامي فقه، په ځانګړي ډول د احنافو په مذهب کې، د مېړه لپاره د ښځې د مشروع سینګار او د نامحرمو په وړاندې د ځان ښودنې ترمنځ څرګند توپیر شته او باید دغه توپیر په پام کې ونیول شي.
د نوموړي په وینا، د دیني احکامو په برخه کې شخصي سلیقې او برداشتونه باید پر خلکو ونه تپل شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې طالبانو په ودونو کې د ناوې پر سینګار او عطرو وهلو بندیز لګولی او د ښځو سینګار یې د شریعت خلاف عمل بللی دی.
لیکوال:سعید سمیر








