تېر ماښام د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د لوګر تنګي په سیمه کې یوه پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې د لرګیو پلورنځیو اور اخیستی او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د اور لمبو د دې سیمې د لرګیو د بازار لویه برخه نیولې وه. له پېښې څخه خپرې شوې ویډیوګانې هم د اور پراخوالی او پورته کېدونکی ګڼ لوګی ښيي.
تر دې دمه د اورلګېدنې اصلي لامل نه دی معلوم شوی. همداراز، اړوندو ادارو تر اوسه د مالي زیانونو د کچې یا د احتمالي ځاني تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
تمه ده چې مسئولین د تخنیکي څېړنو له بشپړېدو وروسته د اورلګېدنې د علت، د رامنځته شوو زیانونو او د ترسره شوو څېړنو د پایلو په اړه نور جزئیات اعلان کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








