TOOSnews
اعلان
ملا يعقوب: د افغانستان خاوره به د ايران پر ضد ونه كارول شي.
افغانستانټوس نیوز

ملا يعقوب: د افغانستان خاوره به د ايران پر ضد ونه كارول شي.

۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د ایران د امنیت شورا له پلاوي سره په ناسته کې ویلي، چې د افغانستان خاوره، هوا او پولې هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې او کابل دا دریځ په وروستۍ جګړه کې هم ثابت کړی دی.

د ایراني دولتي خبري اژانس «ایرنا» د راپور له مخې، د ایران د امنیت شورا د منشي د بهرني سیاست او نړیوال امنیت مرستیال علي باقري د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې له ملا محمد یعقوب مجاهد سره لیدلي دي.

دغه لیدنه د نړیوالو لوړپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

علي باقري په دې ناسته کې ویلي، امریکا او اسراییل د سیمې د هېوادونو «ګډ دښمنان» دي او زیاته کړې یې ده چې د بهرنیو ځواکونو لاسوهنې د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل ګڼل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د خپلو امنیتي او برخلیک ټاکونکو موضوعاتو په اړه خپله پرېکړه وکړي او د بهرنیو لاسوهنو پرته د سیمه‌ییزو همکاریو له لارې ګډ امنیت رامنځته کړي.

باقري همداراز د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي او زیربنایي همکارۍ د سیمې د ثبات لپاره مهمې بللې دي.

د راپور له مخې، ملا محمد یعقوب مجاهد په دې لیدنه کې د ایران له خلکو سره د امریکا او اسراییل د وروستیو نظامي اقداماتو پر وړاندې د پیوستون څرګندونه هم کړې ده.

ایرنا ویلي، د طالبانو دفاع وزیر د ایران د رهبر او یو شمېر ایراني چارواکو او وګړو د مړینې له امله هم خواخوږي او تسلیت څرګند کړی دی.

د راپور پر بنسټ، مجاهد د تهران او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د دواړو لوریو د پلاویو د تګ راتګ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

په دې ناسته کې، چې په روسیه کې د ایران سفیر هم ګډون درلود، دواړو لوریو د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې، سرحدي امنیت او نورو دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو تر اوسه د دې لیدنې د جزییاتو په اړه رسنیو ته رسمي معلومات نه دي ورکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.