د امریکا پټ خدمت اعلان کړی چې د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر جيډي وېنس د ساتنې د ډلې یو غړی د حساسو معلوماتو د افشا کولو په تور له دندې ګوښه شوی او تر څېړنې لاندې دی.
د اېن بي سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا د پټ خدمت ویاند انتوني ګوګلیمي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مرستیال ولسمشر د ساتنې د ډلې یو غړی د هغو تورونو په تړاو تر اداري او ښايي جنايي څېړنو لاندې دی چې د امنیتي عملیاتو او حساسو معلوماتو د خونديتوب د خطر سره مخ کولو په اړه دي.
د پټ خدمت ویاند زیاته کړې: «که څه هم موږ د دې قضیې د جزئیاتو په اړه څرګندونې نه کوو، خو یو اصل بشپړ روښانه دی: هر ډول چلند چې د خوندي ساتل کېدونکي شخص امنیت له خطر سره مخ کړي، د منلو وړ نه دی.»
د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي ونس دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا خبر لومړی ځل سي اېن اېن خپور کړ. دغې شبکې ته باخبره سرچینو ویلي وو چې د جيډي وېنس د ساتنې د ډلې دغه غړی شکمن دی چې د اېم اېس ناو رسنۍ هغه راپور ته یې معلومات ورکړي چې د وېنس د سفرونو د عادتونو په اړه خپور شوی و.
د اېم اېس ناو د راپور له مخې، د امریکا د پټ خدمت ځینې مأمورین د جيډي وېنس د سفرونو له تګلارې شکایت لري.
دې رسنۍ د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې د پټ خدمت یو شمېر مأمورینو د ادارې دننه د هغو غوښتنو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي چې د ځینو سفرونو او مأموریتونو د ترسره کولو لپاره کېږي؛ داسې سفرونه چې د دوی په باور، د دولتي سرچینو ناسم استعمال ګڼل کېږي.
د ټرمپ ادارې د خبریالانو لپاره د معلوماتو د افشا کولو په وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی. د دې وروستۍ بېلګه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبریالانو احضارول وو، ځکه هغوی د نوې «ایر فورس ون» الوتکې اړوند د امنیتي اندېښنو په اړه راپور خپور کړی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








