TOOSnews
اعلان
د امریکا لوړپوړی سناتور: په پاکستان باور نه لرم.
نړۍټوس نیوز

د امریکا لوړپوړی سناتور: په پاکستان باور نه لرم.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لېنزي ګراهام، د جمهوری‌غوښتونکي ګوند لوړپوړی سناتور او د ټرمپ متحد، د ایران د ځینو پوځي الوتکو د پاکستان او افغانستان ته د انتقال او ځای پر ځای کېدو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې هغه اسلام‌اباد ته د امریکا او ایران د خبرو اترو د منځګړي په توګه «باور نه لري».

هغه ویلي چې که دا راپورونه ریښتیا وي، امریکا باید له ایران سره د اوربند د خبرو لپاره بل منځګړی پیدا کړي.

ګراهام د سې‌شنبې په ورځ د امریکا د سنا د بودیجې کمیټې د اورېدنې په غونډه کې، چې د دفاع وزیر او د وسله‌والو ځواکونو د ګډ لوی درستیز حضور درلود، وویل: «که ریښتیا هم ایراني الوتکې په پاکستاني اډو کې ساتل کیږي او د ایران د پوځي وسایلو د ساتنې لپاره دي، نو باید بل منځګړی وپلټو.» هغه زیاته کړه: «اوس څرګنده شوه چې ولې پاکستان دا ډول تګلاره غوره کړې ده.»

ګراهام د دوشنبې په ورځ د سی‌بي‌اس خبري شبکې لخوا د دې راپور د خپرېدو وروسته هم ویلي و چې که دا راپور سم وي، امریکا باید د پاکستان د منځګړیتوب رول بیا وارزوي.

هغه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «د پاکستان د دفاعي چارواکو د پخوانیو څرګندونو په نظر کې نیولو سره، که دا راپور سم وي نو زه حیران نه یم.»

خو، ډونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې چې آیا د پاکستان د منځګړیتوب په اړه بیا غور کوي، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د وسله‌والو ځواکونو له قوماندان عاصم منیر څخه ستاینه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان کار غوره دی او د دوی د منځګړیتوب په اړه به بیا غور ونه شي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.