TOOSnews
اعلان
یو افغان پناه‌غوښتونکی په فرانسه کې له ترهګرو شبکو سره د اړیکو په تور تر قضايي څار لاندې نیول شوی.
نړۍټوس نیوز

یو افغان پناه‌غوښتونکی په فرانسه کې له ترهګرو شبکو سره د اړیکو په تور تر قضايي څار لاندې نیول شوی.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په فرانسه کې یو افغان کډوال، اول خان، له ترهګرو شبکو سره د احتمالي اړیکو، افغانستان ته د پټ سفر او پوځي روزنې ترلاسه کولو په تور تر قضايي څار لاندې راغلی دی. فرانسوي ورځپاڼې «لوموند» د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې نوموړی د «ترهګریزو اقداماتو د ترسره کولو د پلان» او «د ترهګرۍ د تمویل» په تور نیول شوی دی.

د دغې فرانسوي ورځپاڼې د راپور له مخې، اول‌خان د چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه، د لورد ښار په سیمه کې له خپل کارځای څخه د وتلو پر مهال د فرانسې د پولیسو له خوا ونیول شو. د هغه دوسیه وروسته هغه مهال پرانیستل شوه چې د ۱۴۰۴ کال په اوړي کې یوه ټیک‌ټاک کاروونکي پولیسو ته د یوه حساب په اړه راپور ورکړ چې د چارواکو په وینا، د اول‌خان اړوند و.

د «لوموند» د راپور له مخې، په دغه حساب کې د حقاني شبکې او د پاکستاني طالبانو د تحریک ستاینه شوې وه او پلویان «جهاد» ته هڅول شوي وو. فرانسوي چارواکو د دغه حساب او اړوندو معلوماتو له څېړلو وروسته، له ترهګرو ډلو سره د اول‌خان د احتمالي اړیکو په اړه تحقیقات پیل کړل.

د فرانسې پولیسو د اول‌خان د ګرځنده ټیلیفون د څېړلو پر مهال داسې انځورونه او ویډیوګانې موندلې چې د چارواکو په وینا، ښيي نوموړي په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته سفر کړی و. په یوه انځور کې، چې نېټه یې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي شپږمه ښودل شوې، هغه په ننګرهار کې په عنعنوي جامو، له یوې کلاشینکوف او له داسې جاکټ سره لیدل کېږي چې د مرمیو له شاجورونو ډک دی.

په نورو انځورونو کې هم اول‌خان په کابل کې په پوځي جامو کې، د طالبانو د سپین بیرغ ترڅنګ او په ځینو مواردو کې د پولیسو په یوه قرارګاه کې لیدل کېږي. فرانسوي چارواکي دغه انځورونه له هغو شواهدو څخه ګڼي چې په افغانستان کې د هغه د حضور او له پوځي جوړښتونو سره د احتمالي اړیکو احتمال مطرح کوي.

فرانسوي چارواکي وايي، اول‌خان د ۱۴۰۴ کال د لېندۍ په ۱۸مه له فرانسې څخه استانبول ته سفر کړی و. هغه د ایران ویزه هم لرله او د تحقیق کوونکو چارواکو په باور، احتمال شته چې له ترکیې څخه افغانستان ته تللی وي. دغه سفر نږدې څلور میاشتې دوام کړی او نوموړی د ۱۴۰۵ کال د وري په لومړیو کې بېرته فرانسې ته ستون شوی دی.

د فرانسې د ترهګرۍ ضد چارواکو په وینا، د اول‌خان له بېرته ستنېدو وروسته داسې شواهد ترلاسه شوي چې د تاوتریخوالي پر لور د هغه احتمالي تمایل ښيي. د دوسیې د معلوماتو له مخې، هغه په ځینو خبرو کې د «وسله‌وال جهاد»، «جنت ته د رسېدو» او د «شهید» په توګه د وژل کېدو په اړه خبرې کړي دي.

پولیسو یوه تبلیغاتي ویډیو هم موندلې چې پکې د وسلو او سر پرې کولو صحنې لیدل کېږي. په یوه بله ایډیټ شوې ویډیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر، سراج‌الدین حقاني، انځور د اول‌خان پر مخ اېښودل شوی دی.

اول‌خان پر ځان لګېدلي تورونه او همداراز افغانستان ته سفر رد کړی دی. نوموړي د تحقیقاتو پر مهال ویلي چې ایران ته د خپلې ناروغې مېرمنې او زوی د لیدو لپاره تللی و او د افغانستان اړوند انځورونه هم د تېرو کلونو دي.

خو فرانسوي چارواکي د مخابراتي معلوماتو او په انځورونو کې د موجودو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ وايي چې د اول‌خان ګرځنده ټیلیفون د څېړل شوې مودې په شاوخوا کې په افغانستان کې کارول شوی دی. دوی دغه معلومات افغانستان ته د نه سفر کولو په اړه د هغه له ادعا سره په ټکر کې بولي.

د اول‌خان وکیلانو هم پر خپل موکل لګېدلي تورونه رد کړي دي. هغوی ویلي چې یوازې په افغانستان کې حضور یا دغه هېواد ته سفر، د دغه هېواد د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره، د ترهګریزو جرمونو په فعالیتونو کې د ګډون د اثبات لپاره بسنه نه کوي او د دوی موکل تر هغه چې جرم یې ثابت شوی نه وي، د بې‌ګناهۍ د اصل له مخې بې‌ګناه ګڼل کېږي.

د اول‌خان له یوې ترهګرې شبکې سره د احتمالي اړیکو، د پوځي روزنې د ترلاسه کولو او د ترهګرۍ اړوندو فعالیتونو کې د هغه د احتمالي رول په اړه قضايي تحقیقات لا هم روان دي او تر اوسه د دغو تحقیقاتو وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.