TOOSnews
اعلان
سرچینې:بدخشان ولایت کې د جمعه خان فاتح پوځي فعالیتونه زیات شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

سرچینې:بدخشان ولایت کې د جمعه خان فاتح پوځي فعالیتونه زیات شوي دي.

۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د داخلي اختلافاتو د زیاتېدو په اړه د راپورنو خپرېدو سره هم مهاله، په بدخشان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې د دې ډلې د بانفوذه قوماندان جمعه‌خان فاتح د پوځي تحرکاتو د زیاتېدو خبر ورکوي.

لږ تر لږه څلورو باخبره سرچینو د جمعې په ورځ، د چنګاښ پنځمه، رسنیو ته ویلي چې جمعه‌خان فاتح د وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو د کمپاین په ترڅ کې د کانونو د ساتونکو د بې‌وسلې کولو پر سر، په درواز سیمه کې خپل حضور پراخ کړی او تر قوماندې لاندې ځواکونه یې د تیارسئ په حالت کې راوستي دي.

د سرچینو په وینا، دا تحرکات وروسته له هغه زیات شول چې د طالبانو د دفاع وزارت استول شوي ځواکونه، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې بدخشان ته د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو د کمپاین لپاره استول شوي وو، د کانونو د ساتونکو د بې‌وسلې کولو او بیا یې درواز ولسوالیو ته د تګ هڅه وکړه. سرچینې وايي دا اقدام د سیمه‌ییزو قوماندانانو او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلاف د زیاتېدو لامل شو.

سرچینو همدارنګه ویلي چې جمعه‌خان فاتح خپل اصلي ټاټوبي ته له ستنېدو وروسته په نسي ولسوالۍ کې خپل حضور زیات کړی او په وروستیو ورځو کې یې له قومي مشرانو، سیمه‌ییزو قوماندانانو او د سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره لیدنې کړي دي. د دغو سرچینو په وینا، دا لیدنې د خپلو وفادارو ځواکونو د یووالي د ساتلو او په بدخشان کې د خپل دریځ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.

د جمعه‌خان فاتح نږدې سرچینې ادعا کوي چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو له مشرتابه سره نږدې ځینو کسانو هڅه کړې چې هغه بېرته د دې ډلې جوړښت ته راوبولي، خو دا وړاندیزونه یې نه دي منل شوي.

د هغو دوو سرچینو په وینا چې وایي په دې وروستیو کې یې له جمعه‌خان فاتح سره لیدلي، هغه د دغو وړاندیزونو په ځواب کې ویلي: «زه په خپل کور کې یم، وظیفه نه غواړم، همدلته پاتې کېږم. لومړی ډز هم زه نه کوم.»

د سرچینو په وینا، که څه هم جمعه‌خان فاتح د جګړې پیلول په خپل پلان کې نه لري، خو خپل ځواکونه یې له وسلو، تدارکاتو او عملیاتي پلوه د بشپړ چمتووالي په حالت کې ساتلي دي. سرچینې همدارنګه ادعا کوي چې هغه د بدخشان غرني جغرافیه د طالبانو د هر ډول پراخ عملیاتو پر وړاندې یو جدي خنډ بولي.

جمعه‌خان فاتح چې د خپلو پلویانو ترمنځ د «درواز د فاتح» په لقب پېژندل کېږي، تر دې مخکې په زابل کې د طالبانو د والي مرستیال و. د سرچینو په وینا، هغه د طالبانو له مشرتابه سره د اختلافاتو د زیاتېدو، په ځانګړي ډول د سرو زرو د کانونو د مدیریت او د سیمه‌ییزو سرچینو د ادارې پر سر د اختلاف له امله له دندې لرې کړل شو.

باخبره سرچینې همدارنګه وايي چې د هغه له دندې لرې کول او ورته د نوې دندې نه سپارل، د غیرپښتون طالبانو د یو شمېر قوماندانانو او په کندهار کې د مرکزي واک ترمنځ لرې والی نور هم ژور کړی دی. د دغو سرچینو په باور، بدخشان ته د جمعه‌خان فاتح بېرته ستنېدل او د خپلو ځواکونو بیا منظمول کولای شي د افغانستان په شمال‌ختیځ کې پر امنیتي معادلاتو اغېز ولري.

په وروستیو اوونیو کې همدارنګه راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو یو شمېر غیرپښتون قوماندانان د واک پر تمرکز، د پرېکړو پر طریقې او د منصبوبو او سرچینو د وېش پر څرنګوالي نارضایتي لري. ځینې شنونکي د جمعه‌خان فاتح د وروستیو تحرکاتو سره د دغو راپورونو هم‌مهال کېدل د طالبانو د داخلي اختلافاتو د ژورتیا نښه بولي.

طالبانو تر اوسه د دغو راپورونو په اړه، د جمعه‌خان فاتح د نظامي تحرکاتو د زیاتېدو، د هغه د بېرته راستنېدو د وړاندیزونو د رد او په بدخشان کې د هغه د ځواکونو د وضعیت په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.