TOOSnews
اعلان
بلوچستان كې د بلوڅ وسله والو د احتمالي لويو بريدونو اندېښنه زياته شوې.
نړۍټوس نیوز

بلوچستان كې د بلوڅ وسله والو د احتمالي لويو بريدونو اندېښنه زياته شوې.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د احتمالي پراخو او هم‌مهاله بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. د راپورونو له مخې، د اګسټ تر ۳۱مې د ځینو مهمو ادارو فعالیتونه ځنډول شوي او په کوټه ښار او یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې لنډمهاله مخابراتي شبکې هم بندېږي او د امنیتي پوستو تر څنګ اضافي ځواکونه او امنیتي ګزمې ځای پر ځای شوي دي.

د امنیتي اندېښنو اصلي لامل دا ښودل کېږي چې ښايي د تېر کال په څېر سږکال هم بلوڅ وسله‌والې ډلې په یو وخت کې په بېلابېلو سیمو کې همغږي او ډله‌ییز بریدونه ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د حکومت د کنټرول د کمزورتیا په اړه هم اندېښنې شته او امنیتي وضعیت د وخت په تېرېدو سره لا پسې پېچلی کېږي. تر اوسه د احتمالي بریدونو د څرنګوالي او هدفونو په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.