د افغانستان د جمهوري نظام پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانستان یوې بلې خطرناکې کورنۍ جګړې ته داخل شوی دی.
صالح له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې د طالبانو اوسنی حکومت په بشپړه توګه نامشروع بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو پر وړاندې د خلکو غبرګونونه په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي.
نوموړي همداراز د دوحې د هوکړې د هغو پټو ضمیمو د خپرېدو غوښتنه کړې چې د ده په وینا، د سولې د بهیر په ترڅ کې موجودې وې. صالح ادعا کړې چې افغانستان د ځانګړو موخو لپاره طالبانو ته وسپارل شو.
هغه د طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جدي اختلافاتو په اړه راپورونه هم رد کړي او بېبنسټه یې بللي دي.
د دوحې د ۲۰۲۰ کال هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه او د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه یې چوکاټ ټاکلی و.
لیکوال:سعید سمیر








