د پېښور عالي محکمې په موقتي توګه د ۱۷ افغان ډاکټرانو د نیولو او له پاکستان څخه د ایستلو مخه نیولې او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې خپلو تخصصي زده کړو ته په پاکستان کې دوام ورکړي.
دا پرېکړه د دغو ډاکټرانو د عریضې د څېړنې پر مهال د قاضي اعجاز انور او قاضي کامران حیات میانخېل له خوا صادره شوې ده. عریضه کوونکي په پېښور ښار کې په دوو خصوصي روغتونونو کې په دندو او مسلکي زده کړو بوخت دي.
دغو ډاکټرانو له محکمې څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان د طبي شورا هغه پرېکړه لغوه کړي چې له مخې یې افغان زدهکوونکي له پاکستان څخه ایستل کېږي. هغوی همدارنګه غوښتنه کړې چې روغتونونو ته امر وشي، څو د دوی د کارآموزۍ، دندو او عملي زده کړو د دوام لپاره له ځنډ پرته زمینه برابره کړي.
د عریضه کوونکو مدافع وکیل طارق افغان د محکمې په غونډه کې ویلي چې د ده موکلان د تحصیلي ویزو له لارې پاکستان ته داخل شوي وو؛ خو د هغوی د ویزو د تمدید او نوي کولو بهیر درول شوی دی.
تر دې مخکې د پاکستان طبي شورا پرېکړه کړې وه چې په پنجاب ایالت کې افغان محصلان چې د طب په برخه کې زده کړې کوي، بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي. د دې پرېکړې په غبرګون کې په پنجاب، سند، بلوچستان، اسلاماباد او خیبر پښتونخوا کې افغان محصلانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمې ته مراجعه کړې ده.
لیکواله:رویا ستانکزی








