د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد پلاوي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په څنډه کې، د قطر د منځګړیتوب له لارې له امریکايي لوري سره خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، په دغو تماسونو کې تهران خپل شرطونه مطرح کړي دي. د هغه په وینا، د ایران غوښتنې د جګړې درول، د امریکا د پوځي اقداماتو پای ته رسول، د سمندري محاصرې او اقتصادي فشارونو ختمول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول دي.
بلخوا، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف هم تایید کړې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یې د منځګړو له لارې له ایراني استازو سره خبرې کړې دي.
ویتکاف ویلي، د دواړو لورو ترمنځ د منځګړو په وسیله ترسره شوې خبرې مفصلې وې.
لیکوال:سعید سمیر








