د بریټانیا پخوانی لومړی وزیر او د نړۍوالو زدهکړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، ګورډن براون، وايي چې په افغانستان کې د نجونو د حقونو وضعیت د نړیوالې ټولنې لا زیاتې پاملرنې او مسوولیت ته اړتیا لري.
براون ویلي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې په کې له منځنیو او لوړو زدهکړو څخه محرومې دي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه وضعیت لا په خرابېدو دی.
نوموړي د افغان نجونو د وضعیت په اړه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نجونو د زدهکړیزو او بشري حقونو د تأمین لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي.
براون ټینګار کړی چې له افغان نجونو سره څه روان دي، په نړۍ کې د هغوی د حقونو د تر ټولو جدي سرغړونو له مواردو څخه دي.
یونېسف هم په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له منځنیو زدهکړو څخه محرومې شوې دي. دې ادارې د زدهکړو د محدودیتونو د لرې کولو او د نجونو او ښځو د بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ غوښتنه کړې ده.
لیکواله:رویا ستانکزی








