TOOSnews
اعلان
شهباز شریف د افغانستان له خاورې څخه د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان اندېښنه له ګوترېش سره شریکه کړه.
نړۍټوس نیوز

شهباز شریف د افغانستان له خاورې څخه د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان اندېښنه له ګوترېش سره شریکه کړه.

۳ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د دې سازمان له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره لیدلي او د سیمې د امنیت، افغانستان او فلسطین په اړه یې خبرې کړې دي.

شریف په دې لیدنه کې له ګوترېش سره د اسلام‌اباد هغه اندېښنه شریکه کړې چې د ده په وینا، «د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو کچه لوړه شوې ده». هغه همداراز د اختلافونو د حل لپاره پر خبرو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او د فلسطین د خلکو له حقه یې د برخلیک ټاکلو او د یوه خپلواک دولت د جوړولو ملاتړ کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز د اسلام پر وړاندې د تاوتریخوالي د کړنو د زیاتېدو په اړه د خپل هېواد اندېښنه هم مطرح کړې ده.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوې چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. په کوهاټ سیمه کې یوه جومات ته څېرمه له مرګونې برید وروسته، اسلام‌اباد طالبان د پاکستان مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړي؛ خو طالبانو دا تور رد کړی دی.

پاکستان له دې وروسته په افغانستان کې د څو هوايي بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمه کولو او توغولو له مرکزونو سره تړلي ۱۰ ځایونه یې په نښه کړي دي. طالبانو بیا ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او دوی به د هغه څه پر وړاندې چې «د پاکستان بریدونه» یې بولي، غبرګون وښيي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو بریدونو په اعتراض کې په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړی او خپله رسمي اعتراضیه یې وړاندې کړې ده.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.