TOOSnews
اعلان
مجاهد: پاکستان د مکې تړون له ژمنو څخه د تېښتې لپاره پر افغانستان بریدونه کوي.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: پاکستان د مکې تړون له ژمنو څخه د تېښتې لپاره پر افغانستان بریدونه کوي.

۳ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، ادعا کړې چې پاکستان پر افغانستان د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره هڅه کوي له سعودي عربستان سره د «مکې امنیتي تړون» له مخې له خپلو ژمنو څخه اوږه خالي کړي.

مجاهد د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې په یوه دیني مدرسه کې وویل، طالبانو داسې هېڅ اقدام نه دی کړی چې پاکستان ته پر افغانستان د برید لپاره پلمه ورکړي. هغه د پاکستاني چارواکو دا ادعا هم رد کړه چې ګواکي د افغانستان له خاورې څخه د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کېږي.

مجاهد زیاته کړه، که طالبان داسې بریدونه ترسره کړي، نو په ښکاره ډول به یې مسؤولیت ومني او د دغو بریدونو هدفونه به هم مشخص وي.

لیکواله:محبوبه بابري

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.