پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې ځواکونو یې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ښار په شاوخوا اووه کیلومترۍ کې دوه ناپرمختللي ډرونونه کشف او د برېښنايي جګړې له لارې يي له منځه وړي دي. د دغو سرچینو په وینا، ډرونونه له افغانستانه د طالبانو له لوري استول شوي وو.
د پاکستاني سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ډرونونه د پاکستان هوايي حریم ته له داخلېدو وروسته د هوايي دفاع سیستمونو له خوا شنډ شوي دي. په همدې حال کې، د افغانستان طالبانو تر اوسه د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.
دا پېښه په داسې مهال شوې چې د پاکستان پوځ دوه ورځې مخکې د کونړ او پکتیکا په ګډون د افغانستان په سرحدي سیمو کې هوايي بریدونه کړي وو. د ملګرو ملتونو او طالبانو د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستان وايي، دغه هوايي بریدونه یې د وسلهوالو ډلو پر مرکزونو ترسره کړي وو، خو د طالبانو چارواکو د دغو بریدونو غندنه کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








