TOOSnews
اعلان
بریټانیا ایران ته په خپله خاوره کې د تهران پورې اړوندو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی.
افغانستانټوس نیوز

بریټانیا ایران ته په خپله خاوره کې د تهران پورې اړوندو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی.

۴ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر اډ مېلېبنډ له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په لیدنه کې وویل چې لندن به په خپله خاوره کې د ایران پورې اړوندو ډلو ګواښونه، ډارول او دښمنانه فعالیتونه ونه زغمي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مېلېبنډ په دې لیدنه کې د ایران پورې اړوندو ډلو ته منسوبو ګواښونو په وړاندې د خپل هېواد پر دریځ ټینګار کړی او په بریټانیا کې د یهودي ټولنې امنیت یې هم د پام وړ موضوع بللې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، بریټانیا د جولای په میاشت کې د دولتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې د نویو صلاحیتونو په چوکاټ کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او له هغې سره د یوې اړوندې ډلې ملاتړ منع کړی و. تهران تر دې وړاندې د دغسې فعالیتونو لپاره د نیابتي ډلو هر ډول کارول رد کړي دي.

بلخوا، عباس عراقچي په یوه پیغام کې چې د هغه په ټېلیګرام حساب کې خپور شوی، له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د ایران او په سیمه کې د روانو تحولاتو په اړه هغه سیاستونه بدل کړي چې د ده په وینا «زیانمن او غیرمسوولانه» دي.

عراقچي همدارنګه د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه او هغه څه چې ده «د بشري حقونو له مفاهیمو څخه ابزاري استفاده» بللې، د منلو وړ نه دي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت د مېلېبنډ د خبرداریو په اړه د عراقچي د ځواب په تړاو نور جزیات نه دي خپاره کړي. دغه لیدنه په داسې مهال ترسره شوې چې دواړه هېوادونه د ایران اړوند امنیتي مسایلو او تهران ته د اړوندو ډلو د منسوبو فعالیتونو په اړه اختلاف نظر لري.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.