TOOSnews
اعلان
مقاومت جبهې ادعا كړې چې په هرات كې يې يو طالب وژلى او درې نور یې ټپیان كړي.
افغانستانټوس نیوز

مقاومت جبهې ادعا كړې چې په هرات كې يې يو طالب وژلى او درې نور یې ټپیان كړي.

۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې ادعا کړې چې د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ په «آنتن پوسته» نومې امنیتي پوستې باندې یې برید کړی، چې له امله یې یو طالب جنګیالی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه برید تېره شپه شاوخوا لس بجې ترسره شوی او د دوی ځواکونو د طالبانو څلور میله وسلې هم ترلاسه کړې دي.

ځايي سرچینو د فارسي ولسوالۍ په یاده سیمه کې د شپې د برید او نښتې رامنځته کېدل تایید کړي، خو ویلي یې دي چې د مقاومت جبهې ځواکونو هڅه کړې وه پوسته ونیسي، خو په بشپړ ډول یې په نیولو نه دي بریالي شوي.

طالبانو تر اوسه د دغې حملې او ادعا شویو مرګ‌ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي، او د مقاومت جبهې ادعاوې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو اوونیو کې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو بریدونه، په ځانګړي ډول په بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې، زیات شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بدخشان د وروستیو نښتو راپورونه «رسنیز تبلیغات» بللي او ویلي یې دي چې هېواد د «فدایانو» په قربانیو ازاد شوی او د ساتنې لپاره به یې لا ډېرې قربانۍ ورکړل شي.

بلخوا، د افغانستان پخواني کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي وروستي امنیتي پرمختګونه د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خلکو د تدریجي غبرګون نښه بللی، خو زیاتوي چې د طالبانو د مخالفو ډلو اوسني پراکنده بریدونه لا هم د طالبانو واکمنۍ ته جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.