د پاکستان د پنجاب ایالت د ساهيوال ولسوالۍ په کمیر سیمه کې پولیسو درې ملایان د یوې ماشومې د ادعا شوي جنسي تېري په تړاو نیولي دي.
د پولیسو په وینا، د پېښې په اړه له یوې ویډیو او راپور تر ترلاسه کېدو وروسته د ساهيوال د ضلعي پولیسو مشر محمد عثمان ټیپو د سمدستي پلټنو او قانوني اقدام لارښوونه وکړه. د ثبت شوې قضیې له مخې، مولوي عمر حیات، حافظ سانول او احمد نیول شوي دي.
پولیس وايي، د قضیې د ټولو اړخونو په اړه شفافې او بېطرفه پلټنې روانې دي او اړوند شواهد راټولېږي، څو د پېښې ټول حقایق روښانه شي.
د ساهيوال د ضلعي پولیسو مشر همداراز امر کړی چې اغېزمنې ماشومې ته بشپړ قانوني خوندیتوب ورکړل شي، او که د پلټنو په پایله کې د نیول شویو کسانو جرم ثابت شي، د قانون له مخې به عدالت ته وړاندې شي.
لیکوال:سعید سمیر








