TOOSnews
اعلان
د اختر په ورځو کې د ترافکي پېښو له امله په غزني کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
افغانستانټوس نیوز

د اختر په ورځو کې د ترافکي پېښو له امله په غزني کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ وايي چې د اختر په ورځو کې په دې ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله درې کسان مړه شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي.

د قوماندانۍ په وينا، د اختر په درېيو ورځو کې د غزني په مرکز او ولسواليو کې ټولټال ۳۴ ترافيکي پېښې ثبت شوي دي.

يادې قوماندانۍ د دغو پېښو لاملونه له ټاکل شوي سرعت څخه زيات موټر چلول، د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول او د موټرچلوونکو بې‌احتياطي بللې ده.

ويل کېږي چې ډېری دغه پېښې د کابل–کندهار پر لويه لار او د اندړ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې رامنځته شوي دي.

همدارنګه، په تېرو دوو ورځو کې په نورستان او لغمان ولايتونو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله له ۲۰ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.