د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ایران باید له متحده ایالاتو سره خبرو ته کښېني، کنه د هغه په وینا، له «جګړې وزارت» سره به مخ شي.
ټرمپ د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، امریکا د ایران پوځي وړتیاوې تر هغه ډېرې کمزورې کړې چې «هیچا یې تصور نه شو کولای».
هغه ادعا وکړه چې د ایران پوځي توان په پراخه کچه زیانمن شوی او امریکا د نړۍ تر ټولو پرمختللي پوځي تجهیزات لري. ټرمپ همداراز وویل چې پر ایران «بشپړه محاصره» لګېدلې او هېڅوک نه شي کولای له هغې تېر شي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې تهران دوه انتخابه لري: یا دې خبرې وکړي، یا دې د امریکا له پوځي غبرګون سره مخ شي.
ټرمپ د حزبالله ډلې سره د احتمالي خبرو په اړه هم وویل چې له هر اړخ سره خبرو ته چمتو دی، که څه هم ځینې کسان له دغو ډلو سره د خبرو مخالفت کوي.
لیکوال:سعید سمیر








