تاجالدین اویوالي، د یونیسف د ملاتړ صندوق مشر، اعلان کړی چې هغه په افغانستان کې د همکاریو د پراختیا په اړه د بیل او ملېنډا ګېټس بنسټ له لوړپوړو چارواکو سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، دغه غونډه د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا، د ماشومانو د ملاتړ او کورنیو ته د بنسټیزو خدمتونو د لاسرسي د ښه کولو پر محور ترسره شوې او دواړو لورو په دغو برخو کې د ګډو همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې اترې کړي دي.
اویوالي ویلي چې د ګېټس بنسټ د لومړنیو روغتیايي پاملرنو، د تغذیې د وضعیت د ښه والي، د معمول واکسینونو د پلي کولو او د پولیو ضد پروګرامونو په برخه کې له یونیسف څخه ملاتړ کړی دی.
هغه ټینګار کړی چې د دغو همکاریو دوام کولی شي د روغتیايي خدمتونو په پراختیا او ماشومانو او کورنیو ته د اړینو اسانتیاوو د لاسرسي په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.
افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې د پولیو پر ضد د مبارزې بهیر پکې دوام لري، او نړیوال بنسټونه د دې ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو لپاره د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








