د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسټ، اعلان کړی چې واشنګټن نه غواړي د ایران جګړه د افغانستان او عراق د جګړو په څېر اوږده کړي. د هغه په وینا، د امریکا هدف له دې جګړې څخه د ایران د ټولنې بیا جوړول یا د هغه د نظام بدلون نه دی، بلکې موخه یې دا ده چې تهران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو څخه منع کړي.
هېګسټ ویلي چې د ایران جګړې تر اوسه امریکا ته له ۳۷ میلیاردو ډالرو څخه ډېر لګښت اړولی او حکومت کانګرس ته د پوځي عملیاتو د دوام او د پوځ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۷۰ میلیارده ډالرو اضافي بودجې غوښتنه وړاندې کړې ده.
د امریکا د جګړې وزیر دا څرګندونې د هغو اندېښنو په ځواب کې کړي دي چې ښايي د ایران جګړه د افغانستان او عراق د جګړو په څېر په یوه اوږدمهاله جګړه بدله شي. هغه ټینګار کړی چې د واشنګټن اوسنی سیاست له پخوانۍ تګلارې سره توپیر لري.
هېګسټ وویل: «زموږ نسل په افغانستان او عراق کې ولیدل چې دواړو ګوندونو هڅه وکړه دغه هېوادونه د امریکايي ماډل له مخې بیا جوړ کړي؛ هغه اقدام چې د زرګونو کسانو د ژوند په بیه تمام شو.»
هغه زیاته کړه چې د افغانستان او عراق په جګړو کې زرګونه امریکايي سرتېري او ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او د دغو جګړو د قربانیانو شمېر لسګونو زرو ته رسېږي.
د امریکا د جګړې وزیر همداراز وویل: «ډونالډ ټرمپ څو ځله ټینګار کړی چې امریکا به نور داسې اوږدې او ګرانبیه جګړې نه کوي، او حکومت هم پر همدې اساس عمل کوي.»
هېګسټ بیا ټینګار وکړ چې واشنګټن د ایران د سیاسي یا ټولنیز جوړښت د بدلولو اراده نه لري، بلکې یوازې د هغه څه له مخې چې دی یې «واقعبینانه او د امریکا لومړی» سیاست بولي، هڅه کوي ایران د اټومي بم له جوړولو څخه منع کړي.
هغه د ۷۰ میلیاردو ډالرو اضافي بودجې غوښتنه د پنټاګون د بیړنیو اړتیاوو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې که دغه بودجه برابره نه شي، د امریکا پوځ به د عملیاتو د دوام لپاره له تجهیزاتو، امکاناتو او اړینو سرچینو له کمښت سره مخ شي.
د هېګسټ په وینا، دغه بودجه د ډونالډ ټرمپ له هغه وړاندیز شوي پلان سره یوځای، چې د دفاعي بودجې لپاره ۱.۵ ټریلیونه ډالر ځانګړي کوي، د امریکا د پوځي ځواک د پیاوړتیا د اوږدمهاله پروګرام برخه ده.
په مقابل کې، پټي موري، دیموکراټه سناتوره او د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې مشره غړې، د جګړې د لګښتونو پر زیاتېدو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ایران جګړه «یو ځل بیا له کنټروله وځي.»
هغې دا پوښتنه هم وکړه چې ولې حکومت، سره له دې چې ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې هوکړې ته نږدې دی او جګړه به پای ته ورسېږي، اوس د پوځي عملیاتو د دوام لپاره د ۷۰ میلیاردو ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کوي.
د جمهوري غوښتونکو د وړاندیز شوې بودجې ډېره برخه د جګړې اړوند لګښتونو ته ځانګړې شوې ده او ټاکل شوې چې د «بودجې جوړجاړي» په نوم د کانګرس د یوې پروسې له لارې وڅېړل شي. دا میکانیزم اکثریتي ګوند ته اجازه ورکوي چې ځینې مالي طرحې یوازې د ساده اکثریت رایو په وسیله تصویب کړي.
جمهوري غوښتونکو مخکې هم له همدې پروسې څخه د ډونالډ ټرمپ د مالیاتو د کمولو طرحې او ځینو بودجوي او امنیتي قوانینو د تصویب لپاره استفاده کړې وه. خو دا طرحه باید د استازو مجلس له تصویب وروسته د سنا تایید هم ترلاسه کړي.
د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د کمزوري اکثریت له امله، د دې ګوند د ځینو غړو مخالفت کولی شي د بودجې د تصویب بهیر له ستونزو سره مخ کړي. ځینې محافظه کاره استازي هم غوښتنه کوي چې د نویو جګړهییزو لګښتونو تمویل باید د حکومت د نورو برخو د بودجې په کمولو سره برابر شي.
په همدې حال کې، دیموکراټان هڅه کوي چې د جګړې په اړه د کانګرس له قانوني صلاحیتونو څخه په ګټه اخیستنې سره د دې جګړې د دوام په پرېکړه کې ډېر رول ولوبوي. د اعلان شوي پلان له مخې، د امریکا سنا به یو ځل بیا د جګړې د صلاحیتونو په اړه یوه پرېکړهلیک وڅېړي؛ هغه موضوع چې تر دې مخکې شاوخوا ۱۲ ځله د جګړې د محدودولو یا پای ته رسولو په هدف مطرح شوې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








