افغانستان
خوندیځپه دې برخه کې تازه خبرونه • ۱٬۲۲۵
د تمدن ټلویزیون دوه خبریالان د طالبانو له زندانه خوشې شول.
باخبره سرچینو تایید کړې ده چې د تمدن خصوصي ټلوېزیون مدیر مسؤل محمد رحمتي او د دې شبکې یو کارکوونکی محمدرضا احساني د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي. دغه دوه خبریالان د چنګاښ میاشتې پ…
سرچینې: متحدې جبهې خپل لومړی وسلهوال برید پر طالبانو له کندهاره پیل کړ.
د سمېع سادات په مشرۍ د متحدې جبهې اړوندو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دې جبهې د افغانستان په کندهار ولایت کې خپل وسله وال فعالیتونه پیل کړي دي. د دغو سرچینو په وینا، د دې جبهې لومړنی عم…
د بدخشان د یفتل اوسېدونکو د یوې ښځې د بدني تلاشۍ د ادعا په غبرګون کې لاریون کړی.
د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکو د شنبې په ورځ د هغه څه پر ضد چې د طالبانو «ظلم او زیاتی» یې وباله، اعتراضیه لاریون وکړ. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دغه اعتراض وروسته…
د افغانستان د مقاومت ملي جبهې په هرات کې پر طالب ځواکونو د برید خبر ورکړ.
د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرات ښار د بند پاشدان په سیمه کې د طالبانو د ګزمې پر یوه موټر د برید په ترڅ کې لږ تر لږه د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي. دې…
سرچینې: په بدخشان کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفانو ترمنځ نښتې بېرته پیل شوي دي.
سیمهییزو سرچینو، د شنبې په ورځ د زمري ۱۰مه، د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د دغې ډلې د مخالفانو ترمنځ د نښتو د بیا پیلېدو خبر ورکړی. همدارنګه، په هغه ویډیو کې چې…
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی غلام فاروق نظري وفات شو.
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د هرات د خلکو استازی غلام فاروق نظري وفات شو.نظري د جمعې په ورځ، د زمري ۹مه، د ناروغۍ له امله د کابل په یوه روغتون کې سا ورکړې ده.غلام فاروق نظري د ه…
مجاهد: امنيت شورا دې د طالبانو پر وړاندې د جګړې د مهال پاليسۍ بدلې كړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له لوري د طالبانو د پنځو لوړپوړو چارواکو د هویتي معلوماتو د نوي کولو اقدام د «تېرو ناکامو تجربو دوام» ب…
د بدخشان د امنيت د كنټرول لپاره طالبان امان الدين منصور والي ټاكي.
سرچینې وايي، طالبان به په راتلونکو ورځو کې د هلمند اوسنی والي مولوي امانالدین منصور د بدخشان د نوي والي په توګه اعلان کړي. د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه په بدخشان کې د امنیتي وضعیت…
طالبانو په كابل كې د بدخشان د پخواني استازي زلمي مجددي كور نيولى.
د طالبانو استخباراتو په کابل کې د وزیر اکبر خان په سیمه کې د افغانستان د پخواني پارلمان د بدخشان د استازي، زلمي خان مجددي، کور تصرف کړی دی. باخبره سرچینو ویلي، طالبانو د نوموړي خپل…
په هرات کې د ښځو د نیولو دوام؛ طالبانو څلور ښځې نیولي.
په هرات ښار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د جمعې په ورځ ناوخته د طالبانو ځواکونو د دغه ښار د ۶۴ متره سړک له سوداګریزو مرکزونو څخه لږ تر لږه ۴ ښځې نیولې دي. د دغو سرچینو په وینا، د ن…

