TOOSnews
اعلان
افغان خبریال حمید فرهادي، له دوو کلونو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شو.
افغانستانټوس نیوز

افغان خبریال حمید فرهادي، له دوو کلونو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شو.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

خبریال، حمید فرهادي، چې د طالبانو له خوا د «اطلاعات روز» ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور زنداني شوی و، له دوو کلونو وروسته(پنجشنبې، د زمري ۲۲مه) د دې ډلې له بند څخه خوشې شو.

د فرهادي د کورنۍ یوه غړي له بګرام زندان څخه د هغه د خوشې کېدو پخلی کړی دی.

فرهادي د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳مه په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځواکونو له خوا نیول شوی و.

هغه د سپټمبر په ۱۹مه د طالبانو د یوې محکمې له خوا د طالبانو پر ضد د «پروپاګند» او له «اطلاعات روز» ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور په دوو کلونو بند محکوم شو.

دغه خبریال په لومړي سر کې د پلچرخي په زندان کې ساتل کېده، خو د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې طالبانو هغه د بګرام زندان ته انتقال کړ.

د فرهادي کورنۍ په دغو دوو کلونو کې یوازې کولای شول چې په میاشت کې یو ځل، د ۳۰ دقیقو لپاره، له هغه سره لیدنه وکړي.

طالبانو له هغه وخت راهیسې چې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، څو ځله خبریالان نیولي او زنداني کړي دي. دې ډلې له هغو رسنیو سره همکاري جرم بللې چې له هېواده بهر فعالیت کوي، او یو شمېر خبریالان یې د همدې تور له امله په بند محکوم کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې وروستیو کې ویلي وو چې لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اوس هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

لیکواله:سلیمه آریایی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.