د کابل ـ کندهار پر لویهلار د زابل او میدانوردګ ولایتونو اړوند سیمو کې دوه جوماتونه، چې د شاوخوا ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د میدان وردګ د سیداباد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې لومړی جومات د ۳۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر درې جریبه ځمکه جوړ شوی چې په یوه وخت کې د ۱۷۰ نارینهوو او ۱۳۰ ښځو د لمونځ کولو ظرفیت لري.
همدارنګه په زابل کې د کابل ـ کندهار پر لویهلار د مسافرو لپاره بل جومات د شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ټولګټو چارو وزارت مرستیال، مولوي محمد اسماعیل غزنوي، وایي چې د کابل ـ هرات پر لویهلار هم د مسافرو لپاره په هر ۷۰ کیلومترۍ کې د ۱۴ جوماتونو جوړولو پلان لري.
دواړه جوماتونه د لمونځ کوونکو لپاره د ځای ترڅنګ د اوداسه ځایونه، د امام او مؤذن د اوسېدو خونې، د موټرو تمځای او د اوبو او برښنا سیستمونه لري.
لیکوال:سعید سمیر








