TOOSnews
اعلان
طالبان: د هرات ګمرک اورلګېدنه مهار شوې او ځاني زيان نه لري.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: د هرات ګمرک اورلګېدنه مهار شوې او ځاني زيان نه لري.

۹ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د اسلام‌قلعې په ګمرک کې د څو موټرو ترمنځ اورلګېدنه شوې چې د اطفایې ځواکونو له لوري مهار شوې ده.

د دغه دفتر په خبرتیا کې ویل شوي، تر اوسه د اورلګېدنې له امله د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی، خو د احتمالي مالي زیانونو او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

بلخوا، پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې اورلګېدنه پراخه وه او د ګمرک په ساحه کې یې د پام وړ لوګي پورته کړي دي.

د سیمې یوه عیني شاهد ویلي، یو شمېر ټېلرونو هم اور اخیستی، خو دا لا روښانه نه ده چې په دغو موټرو کې څه ډول توکي بار وو.

په یوه بله ویډیو کې یو عیني شاهد خبرداری ورکوي چې د اورلګېدنې په سیمه کې د نفتي توکو باروړونکي موټر هم ولاړ دي او که اور په بشپړه توګه مهار نه شي، د پېښې د پراخېدو او د لا زیاتو زیانونو احتمال شته.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.