د افغانستان په اړه په اسلاماباد کې د یوه سیاسي کنفرانس ګډونوالو ویلي چې د طالبانو حکومت د مشروعیت، د حکومتولۍ د ظرفیت او سیاسي مشارکت په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی او د دوی په وینا، اوسنی جوړښت د ټولو افغانانو استازیتوب نه کوي.
د «د افغانستان کړکېچ او سولې ته د رسېدو لاره» تر عنوان لاندې غونډه د سپټمبر په ۲۹مه جوړه شوې وه. په پایخبره کې یې د یوه «ټولشموله، متوازن او عصري» نظام پر رامنځته کولو ټینګار شوی دی.
په دې اعلامیه کې د طالبانو له خوا پر زدهکړو، کار او په ټولنیزو چارو کې د ښځو او نجونو پر حضور لګېدلي محدودیتونه هم غندل شوي او ویل شوي چې له سیاسي مشارکت څخه د ښځو او لږکیو ایستل د افغانستان د ثبات او پرمختګ پر وړاندې خنډ دی. ګډونوالو همداراز د ښوونیز نظام پر اصلاح ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې دیني زدهکړې له علومو، ټکنالوژۍ او مسلکي زدهکړو سره یوځای شي.
په امنیتي برخه کې، جوړوونکو په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې په دغه هېواد کې له ۲۰ څخه زیاتې ډلې اډې لري. طالبانو بیا بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې کارول رد کړي دي.
په اعلامیه کې همداراز غوښتنه شوې چې ملګري ملتونه، د اسلامي همکاریو سازمان او د شانګهای د همکاریو سازمان دې په ګډه د هغو ژمنو څارنه وکړي چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیت، پټنځایونو او تمویل د مخنیوي په اړه شوې دي.
ګډونوالو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره راتلونکی تعامل دې له هغو معیارونو سره مشروط کړي چې پکې د ښځو زدهکړې او کار، سیاسي مشارکت، د وګړو د حقونو رعایت او له وسلهوالو ډلو سره مبارزه شامله ده. هغوی همداراز د بشري مرستو د وېش په بهیر کې پر روڼتیا ټینګار کړی دی.
د اعلامیې په پای کې ویل شوي چې د افغانستان کړکېچ یوازې د دغه هېواد د حکومت مسئله نه ده، بلکې له سیمهییزو او نړیوالو مسؤلیتونو سره هم تړاو لري.
لیکواله:رویا ستانکزی








